له پاکستانه ویستل شوي افغان کډوال دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري
د کډوالۍ نړیوال اورګان له پاکستانه د لسګونو زره افغان پناه غواړو په ویستل کیدا داندیښنې په ښودلو سره وئيلي دي و [ې دغه پناه غواړي دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
د مهاجرت نړیوال اورګان پرون په خپل وروستي راپور کې وئيلي دي، له پاکستانه ویستل شوي غیر قانوني افغان پناه غواړو ویستلو د بهیر له پیلیدا راهسې افغانستان ته تر دې دمه کابو څلور لکه کډوال بیرته ستانه شوي دي . دغې ادارې پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي ، د غیر قانوني کډوالو د ویستلو په باب د پاکستان په فیصلې پسې هغه کسان چې افغانستان ته واریدیږي ،په اوڅاره توګه زیات شوي دي او په ورځې له دوو سوو کسانو څخه کابو اولس زره کسانو ته رسیدلي دي.
په دغې اعلامیې کې وئيل شو ي دي له پاکتسانه د ویستل شوو زیاترو کسانو د ستنیدا په وخت خپل هرڅه پریښودلي دي ،نو باید ډيره زیاته مرسته ورسره وشي.
د پاکستان ح کومت د اکتوبر په لومړیو کې اعلان ک ړی چې په دغه هیواد کې غیر قانوني اوسیدونکي کابو یو اعشاریه اوه میلیون افغان پناه غواړي د نومبر له لومړۍ ترمخکې پورې باید له هیواده ووځي که نه نو و به نیول او خپل هیوادته به ولیږل شي. د کډوالۍ نړیوال اورګان همداارز وئيلي دي ، افغان کډوال په داسې حال کې خپل هیواد ته ستنیږي چې په افغانستان داخل کې کابو شپږ میلیون داخلی کډوال هم له ډيرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي چې دا ټول فوري انساني مرستو ته اړتیا لري.