په کابل ښار کې د چاودنې او ډزو غږونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142058-په_کابل_ښار_کې_د_چاودنې_او_ډزو_غږونه
د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار په لوېدیځ کې د چاودنې او ډزو غږونه اوریدل شوي.
(last modified 2023-11-24T20:59:01+00:00 )
Nov 25, 2023 00:53 Asia/Kabul
  • په کابل ښار کې د چاودنې او ډزو غږونه

د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار په لوېدیځ کې د چاودنې او ډزو غږونه اوریدل شوي.

د صدا او سيما خبري اژانس د خبر له مخې؛ تېره شپه د کابل پنځمې امنیتي حوزې په کوټي سنګي سیمه کې لومړۍ د چاودنې او وروسته د ‌ډزو غږونه اوریدل شوي دي.

د افغان طالبانو د حکومت د وسله والو مخالفانو یوې ډلې چې د ازادۍ جبهې په نوم یادیږي، د انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې د کوټه سنګي په سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر یو شمیر پوستو طالبانو برید کړی چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. .

د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.