افغانستان د ښځینه ډاکټرانو کمښت لري
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر« قلندر عباد» په هیواد کښې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت خبر ورکړ.
په افغانستان کښې د ښځینه ډاکټرانو په کمښت باندې د طالبانو اعتراف په داسې حال کښې دی چې د طالبانو حکومت په ښوونځیو او پوهنتونونو کښې د انجلیو د زده کړې مخنیوی کوي.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر قلندر عباد ارزګان ولایت ته په سفر کښې وویل د افغانستان ټول ولایتونه د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ دي.
هغه وویل د افغانستان روغتیا وزارت په نظر کښې لري چې په هیواد کښې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت مشکل حل کړي او په همدې خاطر یې دوه سوه ښځینه کارکونکي د فوق تخصص پروګرامونو لپاره معرفي کړي دي.
قلندر عباد وویل د طالبانو حکومت په تیرو دوو کلونو کښې هم په افغانستان کښې د ښځینه قابلانو او د نرسانو د روزنې په زمینه کښې زیات پروګرامونه پیل کړي دي.