ژر به د سالنګ لويه لار پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142228-ژر_به_د_سالنګ_لويه_لار_پرانیستل_شي
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، ډیر ژر به د سالنګ لویې لارې د جوړولو چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ به بشپړ پرانیستل شي.
(last modified 2023-11-27T07:13:28+00:00 )
Nov 27, 2023 11:41 Asia/Kabul

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، ډیر ژر به د سالنګ لویې لارې د جوړولو چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ به بشپړ پرانیستل شي.

د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: د سالنګ لویې لارې د تونل چارې به د روانې میاشتې تر پایه بشپړې او دغه لار به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

په همدې حال کې د ساختماني شرکت انجنيران وايي: د تونل کار بشپړ شوی، کانکریټ پرې اچول شوي او ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د بغلان والي د سالنګ تونل له کار څخه لیدنه کړې او د قراردادي انجینرانو هڅې یې ستايلي دي.

هغه وايي چې د تونل کار په اساسي او معیاري ډول مخته وړل کيږي.

هېوادوال د سالنګونو د لويې لارې بيارغونې کار څخه خوښ دي او وايي، چې په تيرو ۲۰ کلنونو کې داسې اساسي کار نه وه ترسره شوي.

د یادې لویې لارې په اساسی بیا رغونې سره به ګاونډیو هېوادونو ته د تجارتي توکو په لیږد رالیږد او د هېواد شمال ولایتونو ته د مسافرانو په تګ راتګ کې ډيری اسنتياوي رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې، د ټولګټو چارو وزارت، د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې پروژه دوو کورنیو شرکتونو ته سپارلې چې ۲٫۷ کیلومټره سړک یې دننه په تونل کې راځي.

 دغه لویه لاره د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.