طالبانو د امریکا د خارجه وزارت راپور رد کړ
اوا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په افغانستان کښې د القاعده او د داعش ترهګرو ډلو د فعالیدا په هکله د امریکا د خارجه وزارت د راپور په ردولو سره ټینګار وکړ افغانستان باید د امنه سیمې په توګه وپيژندل شي.
هغه د داعش او د القاعده ترهګرو ډلو د غړیو د فعالیدا په هکله د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د راپور په ردولو سره وویل افغانستان د طالبانو په دوه کاله واکمنۍ کښې د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی.
ذبیح الله مجاهد له داعش ترهګرې ډلې سره د طالبانو د حکومت د مبارزې په اغیزشیندنې باندې ټيڼګار سره وویل د افغانستان طالبانو په جدي ډول د هرې ښکارندې په مقابل کښې چې په افغانستان کښې ناامنۍ ته لمن ووهي مبارزه پیل کړي ده او باوري دي چې افغانستان امنه هیواد دی.
د طالبانو یاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د ناامنۍ د شتون په هکله د ادعا په ردولو سره وویل په ټول افغانستان کښې امنیت او ثبات ټینګ دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا خارجه وزارت د ترهګرۍ په هکله په خپل کلني راپور کښې ادعا کړي ده چې القاعده او داعش او نورې سیمه ئیزې ډلې په افغانستان کښې فعالې دي.