مولوي نجیب الله رفیع د دایکندي والي شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي نجیب ا... رفیع د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دایکندي ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو.
افغان غږ خبری آژانس وایی د کورنیو چارو وزارت په هغه پیغام کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپور شوی، ویل شوی چې په دې اړه په دایکنډی ولایت کې په جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال مولوی عبدالحق مخدوم په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمدقاسم ابو يوسف، دکورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال امين ا... عبيد، پخواني والي، ددغه ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، علماوو، او د رسنيو مسوولينو ګډون کړى وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې ویناوالو د دایکندي ولایت د پخواني والي امین ا... عبید د کارونو او مدیریت ستاینه وکړه.