پاکستان د تورخم درواره د باروړونکو موټر پر مخ وتړله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142750-پاکستان_د_تورخم_درواره_د_باروړونکو_موټر_پر_مخ_وتړله
زمونږ خبریال راپور راکړی دا په تیره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې پاکستان د تورخم دروازه بندوي.
(last modified 2023-12-06T06:45:05+00:00 )
Dec 06, 2023 11:11 Asia/Kabul
  • پاکستان د تورخم درواره  د باروړونکو موټر پر مخ وتړله

زمونږ خبریال راپور راکړی دا په تیره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې پاکستان د تورخم دروازه بندوي.

د تورخم پوځي کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب خبري رسنیو ته ویلي ،پاکستان غوښتل د ډیورنډ پولې ته څیرمه د صفر  نقطې په شل مترۍ کې د یوې سترې لوحې د نصبولو په پلمه اوسپنیزه دروازه جوړه کړي چې افغان پوله ساتو ځواکونو یې مخه ونیوله. مولوي عصمت الله یعقوب وویل ،پاکستاني پوځیانو یې په غبرګون کې د تورخم دروازه د باروړنکو موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړله.

د تورخم پوځي کمیسار ویلي ،د دروازې د بیاپرانستلو په موخه هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی خو پر وینا یې چې پاکستاني لورې تر اوسه د خبرو اترو بلنه نده ورکړې تیره اونۍ هم پاکستاني لورې د افغان موټر چلوونکو سره د پاسپورت او ویزې د نه شتون په پلمه د تورخم دروازه تړلې وه چې دخبرو اترو په پایله کې له څو ساعتونو وروسته په مشروط ډول بیرته پرانستل شوه.

په دې وروستیو کې د پاکستان له لورې په پرله پسې ډول د تورخم دروازې تړل کیدو او افغان سوداګرو ته د ستونزو راولاړولو له امله افغان سوداګر اړ شوي چې تر دې وروسته خپل سوداګریز توکي د پاکستان د کراچۍ بندر پر ځای د ایران اسلامي جمهوریت د بندرعباس او چابهار بندرونو  له لارې هیواد ته وارد کړي.