د بلخ والي د شپږو هېوادونو له کونسلګرانو سره کتلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142876-د_بلخ_والي_د_شپږو_هېوادونو_له_کونسلګرانو_سره_کتلي_دي
د بلخ سرپرست والي د سره صلیب د رییس په ګډون د شپږو هېوادونو له کونسلګرانو سره په لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت د خپلې پالیسۍ سره سم له نړۍ سره «مثبت» تعامل غواړي.
(last modified 2023-12-08T23:44:51+00:00 )
Dec 09, 2023 02:58 Asia/Kabul
  • د بلخ والي د شپږو هېوادونو له کونسلګرانو سره کتلي دي

د بلخ سرپرست والي د سره صلیب د رییس په ګډون د شپږو هېوادونو له کونسلګرانو سره په لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت د خپلې پالیسۍ سره سم له نړۍ سره «مثبت» تعامل غواړي.

له افغانستان خپریدونکې سپوږمۍ راډیو د بلخ ولایت د خبرپاڼې له مخې لیکلي، والي په دغه لیدنه کې ویلي، « سره له دې چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی، فساد له منځه تللی او له نشه یي توکو سره په کلکه مبارزه شوې، خو بیا هم نړۍ نه غواړي افغانستان په رسمیت وپېژني.» هغه له کونسلګرانو غوښتي تر څو نړۍ ته د افغانستان د ریښتیني انځور په وړاندې کولو سره خپل مسوولیتونه ادا کړي.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې د بلخ ولایت سرپرست له دغو کونسلګرانو غوښتي چې په هېواد کې له زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډولو سره مرستې وکړي.