افغانستان ورستنو شویو کډوالو ته ځمکې ورکوي نور حال دلته واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142890-افغانستان_ورستنو_شویو_کډوالو_ته_ځمکې_ورکوي_نور_حال_دلته_واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي له پاکستان نه راویستل شویو کډوالو ته د سرپنا جوړولو لپاره زمکه ورکوي.
(last modified 2023-12-09T03:52:09+00:00 )
Dec 09, 2023 08:19 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي له پاکستان نه راویستل شویو کډوالو ته د سرپنا جوړولو لپاره زمکه ورکوي.

د کرنې وزارت چارواکو پر وینا د دغو کډوالو لپاره یې د کار موندنې طرحه هم چمتو کړی ده.

د افغانستان  کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر «عطا الله عمري» د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا تورخم ښارګوټي ته د سفر او هلته  له پاکستان نه د راستنو شویو کډوالو لپاره له چمتو شوي میشت پنډ غالي نه د لیدنې پرمهال وویل سرپرست حکومت له پاکستان نه راستنوشویو هغه کډوالو لپاره چې د سرپناه لپاره خپله زمکه ونه لري د استوګني ددوه سوه زره نمرو د ویش پریکړه کړې ده.

د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر وویل هغه کورنۍ چې د غړو شمیر یې لس تنه وي هغوې ته به د سرپناه جوړولوپه موخه لس بسوي او که شمیر یې تر هغې پورته وي زیاته زمکه ورکړل شي.

مولوي «عطا الله عمري» وویل د اوس لپاره د زمکو نومرو شمیر دوه سوه زره دی چې د اړتیا له مخې به یې شمیر زیات شي.

د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر دغه راز وویل دحکومت له لورې جوړشوي د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسون د املاکو ویش کمیتې چې مشري یې د ده پرغاړه ده همدا راز د چمتو کړي طرز العمل له مخې پریکړه کړې چې راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د کارموندنې برخه کې دولتي زمکې د اوږدمهال لپاره په پنځوس سلنه ارزانه بیه او له داوطلبۍ پرته په اجاره ورکړي.

 همدارنګه به ترې حکومت د لومړي کال اجاره هم نه اخلي.

د کرنۍ او مالدارۍ سرپرست  وزیر ننګرهار او کندوز ولایتونه د پراخو دښتو او اوبو په لرلو سره د کډوالو لپاره د سرپنا او روزګار مناسبې سیمې وبللې.

دطالبانو سرپرست حکومت داسې مهال راستنو شویو بې زمکو کدوالو لپاره دسرپنا جوړولو په موخه د زمکې ویش خبره کوي چې ډیری راستنې شوي کورنۍ د سرپنا د نه شتون له امله شکایتونه کوي او ورځ تر بلې دا غوښتنې اوشکایتونه مخ پر زیاتیدو دي.