ننګرهار کې جلا پېښو کې څلور تنه ټپيان شول
Dec 12, 2023 11:31 Asia/Kabul
د ننګرهار په دره نور او خوږیاڼو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې د یوې میرمنې او یوې ماشومې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالصیر زابلی وایي لومړۍ پیښه د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو کوچني ماشوم له پخوا نه په سیمه کې پاتې د راکټ موندل شوې مرمې په ډبره ټکوله.
د نوموړي په وینا؛ د چاودنې له امله یې ماشوم سخت ټپی اود درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوی، خو روغتیایي حالات یې نازک ښودل شوی دی.
هغه وايي، دویمه پېښه د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې چې د دواړو لوریو څخه یوه میرمن او دوه نارینه ټپیان شوي دي.
ټیګونه