‏ټاپي پروژې عملي چارو پیل ته د افغان او ترکمن چارواکو چمتووالی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143304-ټاپي_پروژې_عملي_چارو_پیل_ته_د_افغان_او_ترکمن_چارواکو_چمتووالی
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د نل لیکې کېندلو د عملي چارو د‌ پیل کېدو خبر ورکړی.
(last modified 2023-12-17T06:27:01+00:00 )
Dec 17, 2023 10:55 Asia/Kabul

د افغانستان او ترکمنستان چارواکو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د نل لیکې کېندلو د عملي چارو د‌ پیل کېدو خبر ورکړی.

‏د افغانستان او ترکمنستان بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین څخه لیدنه کړې او د دې مهمې پروژې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، دواړو لورو په دې ليدنه کې، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پيل، تورغونډۍ بندر کې د رېل پټلۍ د سټېشن پراختيا، د دوه اړخيز تجارت او ټرانزېټ پراختيا او افغانستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد پر زياتوالي خبرې کړې دي.

ښاغلي تکل زياته کړه، چې په دې کنته کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وير وویل، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه جامع لار نقشه رامنځته او پلي کړي.

ترکمن وزیر زیاته کړې، هېواد یې غواړي چې له افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي.

همداراز په دې لیدنه کې مولوي امیر خان متقي ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شریکو موضوعاتو به په مختلفو کچو او برخو کې بحثونو او کار کولو ته ادامه ورکوي، ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځ ته شویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان د ټاپي پروژي د عملي چارو پيل کېدل د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا لپاره مهم بولي او زياتوي چې ډير خلک به په بېلابېلو دندو کې په کار مصروف شي.

د ټاپي ګازو پایپلاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدول کېږي.

د دې نللیکې ۱۴۷کیلومتره د ترکمنستان، ۷۳۵ کیلومتره یې له افغانستان او د ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د پاکستان له خاورې څخه تيريږي.