طالبانو له بامیان هوايي ډګر څخه د شهید مزاري نوم لیرې کړ
Dec 18, 2023 01:24 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د بامیانو له هوايي ډګر څخه د حزب وحدت اسلامي ګوند د بنسټګر شهید عبدالعلي مزاري» نوم لیرې کړ.
د افغانستان د بامیان ولایت د هوايي ډګر نوم په دیارلس سوه پینځه نویم هجري لمریز کال کښې « شهید مزاري» نومول شوی و خو هغه تصویرونه چې همدا اوس خپاره شوي دي ښودنه کوي چې طالبانو دغه نوم حذف کړی دی.
د افغانستان طالبانو څه موده مخکې د حزب وحدت اسلامي ګوند د بنسټګر شهید مزاري مجسمه هم ورانه کړي وه.
د افغانستان د حزب وحدت اسلامي ګوند ارواښاد مشر عبدالعلي مزاري د نولس سوه پینځه نویم میلادي کال په مارچ میاشت کښې په یوې دسیسې کښې شهید کړی شوی و.
ټیګونه