طالبانو له بامیان هوايي ډګر څخه د شهید مزاري نوم لیرې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143324-طالبانو_له_بامیان_هوايي_ډګر_څخه_د_شهید_مزاري_نوم_لیرې_کړ
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د بامیانو له هوايي ډګر څخه د حزب وحدت اسلامي ګوند د بنسټګر شهید عبدالعلي مزاري» نوم لیرې کړ.
(last modified 2023-12-17T23:22:15+00:00 )
Dec 18, 2023 01:24 Asia/Kabul
  • طالبانو له بامیان هوايي ډګر څخه د شهید مزاري نوم لیرې کړ

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د بامیانو له هوايي ډګر څخه د حزب وحدت اسلامي ګوند د بنسټګر شهید عبدالعلي مزاري» نوم لیرې کړ.

د افغانستان د بامیان ولایت د  هوايي ډګر نوم  په دیارلس سوه پینځه نویم هجري لمریز کال کښې « شهید مزاري» نومول شوی و خو هغه تصویرونه چې همدا اوس خپاره شوي دي ښودنه کوي چې طالبانو دغه نوم حذف کړی دی.

د افغانستان طالبانو څه موده مخکې د حزب وحدت اسلامي ګوند د بنسټګر شهید مزاري مجسمه هم ورانه کړي وه.

د افغانستان د حزب وحدت اسلامي ګوند ارواښاد مشر عبدالعلي مزاري د نولس سوه پینځه نویم میلادي کال په مارچ میاشت کښې په یوې دسیسې کښې شهید کړی شوی و.