د افغانستان په زابل ولایت کې (١٣) انتنونه فعالیږي نور راپور واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143424-د_افغانستان_په_زابل_ولایت_کې_(١٣)_انتنونه_فعالیږي_نور_راپور_واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د زابل ولایت چارواکي وایې چې په دې ولایت کې د مخابراتو شبکو د ستونزو د حال په موخه (۱۳) نوي آنتنونه فعالیږي.
(last modified 2023-12-19T06:58:31+00:00 )
Dec 19, 2023 11:24 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د زابل ولایت چارواکي وایې چې په دې ولایت کې د مخابراتو شبکو د ستونزو د حال په موخه (۱۳) نوي آنتنونه فعالیږي.

د زابل د مخابراتو رياست چارواکي وایې چې دا( ١٣)مخابراتي انتنونه به د مرکز کلات په (شومل) په يوشمير ولسواليو کې او همدا رنګه د کندهار -کابل پر لویه لار به فعاله شي او یاد انتنونه د (ټي.ډي.ایف) لسمې پروژې له لارې جوړېږي.

د زابل د مخابراتو رییس ویلي دي چې د نوی انتنونو په جوړیداسره به په زابل ولایت کې د(٨٠) سلنه خلکو د مخابراتو ستونزي حل شي او له ښو خدمتونو به برخمن شي .

نوموړي همداراز ویلي چې دوی کوښښ کوي چې په یاد ولایت کې د مخابراتي شبکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د رسنیو د راپورونو د معلوماتو  له مخی کلونه کيږي چې د زابل خلکو د مخابراتي شبکو له ټيټ کيفيت څخه شکایت کا وه او له کڼو ستونزو سره مخ ووه چې اوس یې ځينې حل شوې او ځینې یې د حل کېدو په حال کې دي.