دښمنان لاهم د افغانستان خرابول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143872-دښمنان_لاهم_د_افغانستان_خرابول_غواړي
د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست ویلي دي چې دښمنان تراوسه د افغانستان د خرابولو په لټه کښې دي او هیڅکله ورته بې پامي نه ده پکار.
(last modified 2023-12-27T23:41:34+00:00 )
Dec 28, 2023 04:08 Asia/Kabul
  • دښمنان لاهم د افغانستان خرابول غواړي

د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست ویلي دي چې دښمنان تراوسه د افغانستان د خرابولو په لټه کښې دي او هیڅکله ورته بې پامي نه ده پکار.

متقي دغه څرګندونې پرون «د جدي په ۶» په کابل کې «پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ۴۴مې کلیزې» په مراسمو کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د دې مراسمو ترسره کول د افغانستان له تاریخ څخه د هېواد د ځوان نسل د خبرتیا لپاره مهم دي.

له بلې خوا د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم په دې غونډه کې وویل چې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته افغان ملت ګوښه او یوازې شو او میلیونونه افغانان کډوال شول.

هغه وویل: "نړۍ له مونږه ۱۴ میاشتې وخت غواړي چې خپل ځواکونه وباسي خو  دوی زمونږ کډوال په یوه میاشت کې اوباسي."

په همدې حال کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال "عبدالسلام حنفي" په دې غونډه کې وویل، چې دا ډله له خپلو سیاسي مخالفینو "غچ" نه اخلي.

د طالبانو ویاند "ذبیح الله مجاهد" هم د همدې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ډله به د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.