ننګرهار کې د الیاس نومې ماشوم قاتل ووژل شو
په ننګرهار کې سیمهییز چارواکي خبر ورکړی چې دې ولایت کې یې هغه اختطاف کوونکی وژلی چې یوه اونۍ وړاندې یې د الیاس په نامه یو کوچنی ماشوم له اختطاف کولو ورورسته په بې رحمانه ډول وژلی و.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال محمد طاهر مبارز تېر ماښام رسنیو ته ويلي چې د ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د الیاس مومند «قاتل» وژلی دی.
نوموړي نه دې ويلي چې دا عمليات يې چيرته او د کومو معلوماتو پر اساس ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په قصبې سیمه کې د الیاس مومند په نوم یو شپږ کلن ماشوم انسان تښتوونکو وروسته له هغې په بې رحمانه ډول وژلی و چې له کورنۍ یې د خوشې کیدو په بدل کې د زیاتو پیسو غوښتنه کوله خو کورنۍ یې د ورکړې توان نه درلود.
د وژل شوي الیاس پلار هم څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې له طالبانو د خپل وژل شوي زوی د قاتلینو د نيولو او هغوی ته د مرګ سزا غوښتنه کړې وه.