د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان ښه ګاونډی دی
، دافغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقي په کابل کې د ځينو رسندویو مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره په خبرو کې د کابل د اوسني حکومت د بهرنی سیاست او د افغانستان د حالاتو په باب توضیحات وړاندې کړل.
د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي په کابل کې ځینو رسندوئي مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره به خبرو کې ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د افلغانستان ډير ښه ګاونډی او دوست هیواد دی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوی امیرخان متقي په کابل کې د ځينو رسندویو مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره په خبرو کې د کابل د اوسني حکومت د بهرنی سیاست او د افغانستان د حالاتو په باب توضیحات وړاندې کړل.
د افغانستان د خارجه وزارت مرستیال ویندوي ضیاءاحمد تکل په خپل ټولنیزسایټ ایکس کې د امیر خان متقي له قوله ولیکل،د طالبانو بهرنی سیاست دیني اوملی ګټو ته په پام سره تعقیبیږي او دغه سیاست له هیچا اغیزمن نه دی
په دغې کتنې کې د طالبانو دحکومت خارجه وزیر د یوه مرکزی نظام رامینځةکول ،د امنیت تامینول او د نشه ایزو موادو د کښت او قاچاق له مینځه وړل د کابل داوسني حکومت یوه ترټولو ستره بریا اعلان کړې ده .
امیر خان متقي همداراز ټينګار وکړ، ایران د افغانستان ډير ښه ګاونډی دی او دوه اړخیزې اړخیزې د پیاوړتیا او پراختیا په لور په پیاوړي کیدا دي .