دیني مدرسې او منبرونه باید آزاد او خپلواک وي
د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت سرپرست وايي، په تېرو نظامونو کې درباري ملایانو د حکومتونو پر ناسمو پالیسیو سترګې پټولې.
ښاغلي حقاني دغه څرګندونې د لوګر ولایت د جهادي مدرسې د فراغت په مراسمو کې وکړې.
نوموړی زياتوي د دې لپاره، چې علما حق ووایي او د هیچا تر اغېز لاندې رانهشي؛ نو لازمه ده، چې مدرسې او ممبرونه آزاد او خودمختاره وساتل شي.
هغه ټینګار وکړ، چې په لرو پرتو سیمو کې باید کلیوالي مدرسې پیاوړي شي او له خلکو یې وغوښتل، چې د ښوونځیو مدرسو ملاتړ ته دوام ورکړي.
مولوي خلیل الرحمان حقاني دا هموويل: چې په ښوونځيو او ديني مدرسو کې بايد معنوي او جسمي روزنه ترسره شي، ترڅو زده کوونکي تل د حق مدافع او ملاتړي وي.
ښاغلي حقاني فارغو علماوو ته سپارښتنه وکړه، چې د اختلاف پر ځای ګډو مسایلو ته لومړیتوب ورکړي او د قومونو ترمنځ د اتحاد او اتفاق لپاره هلې ځلې وکړي.
ښاغلي حقاني زياته کړه، د هېواد ټول اتباع که د هر دین او مذهب سره تعلق ولري پرمونږ حق لري او مونږ ددوی پروړاندې مسؤل یو.
د يادونې وړ ده چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني د کډوالو د وضعيت د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر کړی او هلته يې د لوګر ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت څخه لیدنه هم کړې ده.