د افغانستان طالبانو حکومت د ایران بم چاودنې وغندلې جزیات دلته لرو
(last modified Thu, 04 Jan 2024 08:08:38 GMT )
Jan 04, 2024 12:38 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت او يو شمېر سياسي شخصيتونو د ايران په کرمان کې وروستۍ چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، سرپرست حکومت د ایران اسلامي جمهوریت په کرمان ولایت کې دوه چاودنې، چې له امله يې د دغه هیواد یو شمیر هیوادوال مړه او ژوبل شول، په کلکو ټکو غندي.

هغه د ایران له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم په يوه لنډ پيغام کې  د کرمان په ښار کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندلې دي.

حامد کرزي د ایران دوست او ورور هېواد سره خپله غمشريکې څرګنده کړې او ټپیانو ته يې د سملاسي روغتیا هیله کړې.

پخواني اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په يو جلا پيغام کې ویلي په تاسف سره  وویل چې زموږ د ورور او دوست هېواد ایران اسلامي جمهوریت په کرمان کې، په ترهګریزو پېښو کې سلګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

عبدالله عبدالله دا ترهګریزه پیښه ، جنایتکارانه او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف بریدونه بللي او په سختو ټکو يې غندلي.

ډاکټر عبدالله، د قربانیانو کورنیو، د ایران دولت او خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې وکړي او شهیدانو ته يې د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا هیله کړې.

د ایران په کرمان ښار کې د تېرې ورځې په تروریستي برید کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.