افغانستان کې د يوشمیربنسټيزو پراختیا پروژو کارونه پیل شوي تفصیل دلته لرو
د افغانستان حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په هغو پراختیا یې پروژو به بیا کار پیل کړي چې کارونه يې نيمګړي پاته دي .
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي پلان لري چې په نوي زیږدیز کال کې د افغانستان په هغو اقتصادي پروژو بیا کار پیل کړي چې کارونه يې نيمګړي پاتي شوي او همدارنګه به يوشمير نورې پراختیا پروژې هم پیل شي .
د ښاغلي مجاهد په وینا د افغانستان د ورېښمو او د واخان دهليز جوړول او د دې ترڅنګ د کانونو استخراجول د اسلامي امارت له مهمو پروژو څخه دي چې له دې سره به افغانانوته کاري زمينه هم برابره شي .
افغانان هم دې کار ته خوشاله ښکاري او له اړونده ارګانونو څخه د مننې ترڅنګ د افغانانو مصروفیدلو ته خوښي ښي.
رحیم الله د غزني ولایت یو تن اوسیدونکی تهران راډیو ته په دې اړه داسې خپل نظر شریکوي...
غږ........
باید وویل چې تردې وړاندې د جوزجان ولایت په (شبرغان) ښار کې د ښاروالۍ مسوولینو له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې په تېرو دوو کلونو کې د (۵۰) میلیونه افغانیو په ارزښت (۱۰) پراختیايي پروژې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوي.