Jan 06, 2024 16:41 Asia/Kabul
  • په خیمو کښې د هرات د زلزله ځپلو سخت ژوند

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هرات کې له زلزلې څو میاشتې وروسته په دې سیمه کې ډېر خلک تر خیمو او یا لنډمهاله سرپناه لاندې ژوند کوي او له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په هرات کې له پرله پسې زلزلې ۸۵ ورځې وروسته هم په دغه ولایت کې زلزله ځپلي په خیمو کښې او له موقتي سرپناهونو لاندې ژوند کوي.

دغه سازمان پرون، د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې په هرات ولایت کې پرله پسې زلزلې او ورښتونو شاوخوا۲ لاکه او ۷۵ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، که څه هم له زلزلې ۸۵ ورځې تېرې شوې، خو زیاتره ژوندي پاتې شوي او کسان او زخمیان په خیمو او موقتي سرپناه کې په نامنظم حالت کې دي او ډېری دغه بې ځایه شوي کسان د صدماتو او رواني ناروغیو په ګډون له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا زیان په ځانګړې توګه د میندو، ماشومانو، بوډاګانو او د هغو کسانو لپاره چې په ناروغۍ اخته دي، په ځانګړې توګه د ژمي په سخت موسم کې زیاتیږي.

راپور زیاتوي چې د هرات زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې څه باندې ۴۱ سلنه برخه ځانګړې شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، نړیوالو انډیوالانو د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د هرات زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۱۲،۷ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې ۵،۲ میلیونه ډالره ورکړل شوي دي.

په رپورټ کښې راغلي دي: دا د پام وړ کمښت، زیانمنونکي کسان حتی له درملنې سره د اړوندو ننګونو له خطر سره مخامخوي.

د رپورټ له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان په هرات کې د زلزلې له وخت څخه د ۲۰۲۳ کال د دسمبر تر پایه پورې شاوخوا ۱ لاک ۳ زره زلزله ځپلو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.