له پاکستانه د ایستل شویو افغان زده کوونکو نوم لیکنه پيل شوه
د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست مسئولانو په حکومتي ښوونځیو کښې له پاکستانه د ایستل شویو زده کوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدو خبر ورکړ.
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکو اعلان وکړ چې د دغه ولایت په عامه ښوونځیو کې له پاکستان څخه د ایستل شویو زده کوونکو د جذب بهیر پیل شوی دی.
د چارواکو په وینا، د پاکستان څخه ایستل شوي زده کونکي په دولتي ښوونځیو کې چذب شوي او د نوم لیکنې پروسه روانه ده.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي وویل: هغه زده کوونکي چې په پاکستان کې یې کورسونه نیمګړي پاتې دي، اوس دلته رجسټر شوي او له ازموینو وروسته به بیلابیلو ټولګیو ته وروپیژندل شي.
له بلې خوا د دې پروسې له پیل سره له شپږم ټولګي لاندې یو شمېر نجونې هم دولتي ښوونځیو ته جذب شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه کورنۍ افغانستان ته ستنیږي.