په کابل کې بیا د ځینو بې ګناه کسانو وینه وبهول شوه
وئيل کیږي ،چې په دا وروستیو کې د کابل پشمول د افغانستان په ځينو سیمو کې یو ځل بیا داعشی تکفیریانو سرراپورته کړی او په ځينو سیمو کې ئې یو ځل بیا بم چاودنو او ځان مرګو ته مخه کړې چې د یوشمیر بې ګناه عامو خلکو وینه ئې بهولې ده.
د افغانستان د کابل پولیسو ویندوي خالد ځدراڼ په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د کابل ښار د شپاړسمې ناحیّې په الوخیل سیمې کې په یوه ګاډي کې کیښودل شوي بم د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي .
د کابل د پولیسو د ویندوي په وینا، یو مشکوک کس ددغې چاودنې په باب دڅيړنو په بهیر کې پولیسو نیولی کې پوښتنې ترې روانې دي.
د خبر ترمخابیره کیدا پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې ، البته وئيل کیږي ،چې په دا وروستیو کې د کابل پشمول د افغانستان په ځينو سیمو کې یو ځل بیا داعشی تکفیریانو سرراپورته کړی او په ځينو سیمو کې ئې یو ځل بیا بم چاودنو او ځان مرګو ته مخه کړې چې د یوشمیر بې ګناه عامو خلکو وینه ئې بهولې ده.