افغانستان کښې یوسل لس پراختیایې پروژې کار پیلوي راپور واورئ
زمونږخبریال راپور راکړی په افغانستان کې (١١٠) پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي
د افغانستان ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایې چي د دوه(۲) میلیارده افغانیو په ارزښت (١١٠) پراختیایي پروژي ګټي اخیستنی ته سپاري.
د ټولګټوچارو وزارت ویلي دي چې دا (١١٠) پراختیایي پروژې به په روان کال کې کټي اخستني ته به وسپارلی شي چې د کابل – کندهار لویه لار، د افغانستان حلقوي سړک او د سالنګ لویې لارې بیارغونه او ځني نوري غټي او وړي پروژي په کې شاملې دي.
د یاد وزارت ویاند زیاته کړې چې د دې پروژو لګښت له کورنيو عوایدو تر لاسه شوی دی چې د څارنې او ساتنې ( ۹۵) پروژې چارې تکیمل شوي دي چې لګښت یې (۲) دوه میلیارده افغانیو ته رسیږي .
د دې ترڅنګ بیا د اقتصاد وزارت ویلي دوی په دې هڅه کې دي چې افغانستان ته پانګوال راجلب کړي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د ټولګټوچارو وزارت وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي چې تیره اونۍ دافغانستان د رئیس د الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر آخوند رسنیو ته ویلی وو چې د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا یې ( ۲۴) بېلابېلې پروژې منظورې کړي چې( ۱۰) میلیارده افغانی ارزښت لري.