ټرکش ایرلاینز دوباره افغانستان ته خپلې الوتنې پيلوي
په کابل کښې د ترکیې سفیر وویل چې افغانستان ته به د ټرکش ایرلاینز شرکت الوتنې ډیر زر دوباره پیل شي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ترکیې د الوتکو شرکت وویل چې کابل ته به خپلې الوتنې یوځل بیا پيل کړي.
ټرکش ایرلاین چې په ۲۰۲۱ کال کې یې افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولې وې اوس یې یوځل بیا خپل فعالیت پیل کړ.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د طالبانو د ترانسپورت له وزیر حمیدالله اخندزاده سره په لیدنه کې د ترکش ایرلاین د الوتنو د پیلیدو خبر ورکړ.
د ترکیې د سفیر په وینا، کابل او انقره په پام کې لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ ټرانسپورټ او ټرانزیټ پياوړی کړي.
هغه ټینګار وکړ چې په ټول افغانستان کې امنیت زیات شوی او مونږ له کابل سره د هوايي او ځمکني ترانسپورت په برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په لټه کې یو.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ځينو هوايي شرکتونو دغه هېواد ته خپلې الوتنې وځنډولې، خو د وخت په تېرېدو سره کابل ته ځينې الوتنې بېرته پيل شوې دي