په چین کې د افغانستان د طالبانو د سفیر باورلیک ومنل شو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي پر خپل اېکس ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، د چین ولسمشر شي جنپنګ د دغه هېواد لپاره د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه.
زمونږخبریال د افغان خبرو سرچین قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د سرپرسرت حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د افغانستان د نوي سفیر او ځانګړي استازي بلال کریمي باورلیک ومانه.
بلال کریمي د روان کال د لېندۍ په لسمه چین کې د افغانستان سفیر په توګه ګمارل شوی او ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مشر ونګلي ته یې د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته کار پيل کړی و.
په اعلامیې کې وئيل شوي دي پرون ناوخته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي پر خپل اېکس ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، د چین ولسمشر شي جنپنګ د دغه هېواد لپاره د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه.
بلخي زیاته کړې چې په دې مراسمو کې د افغانستان پر سفیر سربیره د ۴۱ نورو هیوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه وسپارل.
وئيل کیږي ، بلال کریمي له دغو دستورو وروسته د چین له خارجه وزیر سره هم کتلي دي .