افغانستان او روسیه ښې سیاسي اړیکې لري او د خرابولو لپاره به یې چاته اجازه ورنه کړي
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه پياوړي سياسي او اقتصادي اړيکې لري او د پراخېدو لپاره یې لا هڅې کوي.
په دې لېدنه کې په افغانستان کې د روسي سوداګرو پر پانګونې هم ټينګار شوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي دفتر پرون یکشنبه پر اېکس پاڼه په يوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې ملا عبدالغني برادر د روسیې د ولسمشر له سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي روسلان عادلګیرییف سره په کابل کې په ليدنه کې ويلي، چې چاته به اجازه ورنه کړي څو د دې دواړو هېوادونو جوړو اړیکو ته زيان ورسوي.
په اعلامیه کې ويل شوي، چې په لیدنه کې پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي هم خبري شوي.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر د اقليمي بدلون په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټينګار کړی او افغانستان یې د اقليمي بدلون په برخه کې زيانمن هېواد بللی.
ښاغلي روسلان عدلګیرییف په لیدنه کې ژمنه کړې، چې روسي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.