Feb 21, 2024 12:03 Asia/Kabul
  • طالبان: د رسنیوکارکوونکي دې ږیرې پرېږدي

هغه نه دي ویلي، چې د دې کار د دوام په صورت کې به دوی له رسنیزو کارکوونکو سره څه کوي

 

د افغان رسندویو له راپور سره سم  پر رسنیو د قیوداتو په دوام کی د طالبانو د د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور د رسنیو له کارکوونکو غوښتي، چې هم له عکس اخیستلو لاس په سر شي او هم دې نور خپله ږیرې پریږدي.

هغه دا دواړه کارونه ګناه کبیره  ګڼلي دي.

شهید ورور تر دې مخکې د نېکټايۍ پر اچولو هم نیوکه کړې وه.

دغه طالب مقام د تصویرونو اخیستو او ږیرې خرییل «فساد» هم وګڼل او ویې ویل چې له دې کارونو دې ډډه وشي.

هغه نه دي ویلي، چې د دې کار د دوام په صورت کې به دوی له رسنیزو کارکوونکو سره څه کوي؟

څو ورځې مخکې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین په یوه لیک کې خپلو لاس لاندې چارواکو ته امر وکړ، چې د خپلو رسمي او غیر رسمي غونډو له عکس او ویډیو اخیستلو ډډه وکړي.

 

ټیګونه