د افغانستان له اوسني حکومت سره دې د اړیکو د پیچلتیااقدام ونشي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ددغو لیدو کتو په باب لیکلي دي، امیر خان متقي هیله ښودلې ده چې ناستې پاستې د افغانستان له حکومت سره د تعامل لپاره ښې نتیجې ولرل شي.
د ملګروملتو یوې اړونده چارواکې په زغرده وئیلي دي ، د افغانستان له اوسني حکومت سره دې د اړیکو د لاپيچلتیا لپاره هیڅ اقدام ونشي.
په افغانستان کې د ملګروملتو ملتو د نمایندګۍ(یوناما)مشرې رزااونبایوا په کابل کې د افغانستان د طالبانو د حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنې کې د لازیات تعامل او همداراز د دوحې د غونډې په باب خبرې اترې وکړې.
هغې زیاته کړې ده،د ملګروملتو د سرمنشي په اند، دافغانستان دځانګړي استازي په ټاکلو کې باید داسې کوم اقدام ونشي،چې د کابل له حکومت سره کار پیچلی کړي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ددغو لیدو کتو په باب لیکلي دي،امیر خان متقي هیله ښودلې ده چې ناستې پاستې د افغانستان له حکومت سره د تعامل لپاره ښې نتیجې ولرل شي.