د افغانستان له اوسني حکومت سره دې د اړیکو د پیچلتیااقدام ونشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146622-د_افغانستان_له_اوسني_حکومت_سره_دې_د_اړیکو_د_پیچلتیااقدام_ونشي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ددغو لیدو کتو په باب لیکلي دي، امیر خان متقي هیله ښودلې ده چې ناستې پاستې د افغانستان له حکومت سره د تعامل لپاره ښې نتیجې ولرل شي.
(last modified 2024-02-23T07:16:25+00:00 )
Feb 23, 2024 11:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان له اوسني حکومت سره دې د اړیکو د پیچلتیااقدام ونشي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ددغو لیدو کتو په باب لیکلي دي، امیر خان متقي هیله ښودلې ده چې ناستې پاستې د افغانستان له حکومت سره د تعامل لپاره ښې نتیجې ولرل شي.

د ملګروملتو یوې اړونده چارواکې په زغرده وئیلي دي ،  د  افغانستان له اوسني  حکومت سره دې د اړیکو د لاپيچلتیا لپاره هیڅ اقدام ونشي.

په افغانستان کې د ملګروملتو ملتو د نمایندګۍ(یوناما)مشرې رزااونبایوا په کابل کې د افغانستان د طالبانو د حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنې کې د لازیات تعامل او همداراز د دوحې د غونډې په باب خبرې اترې وکړې.

 هغې زیاته کړې ده،د ملګروملتو د سرمنشي په اند، دافغانستان دځانګړي  استازي په ټاکلو کې باید داسې کوم  اقدام ونشي،چې د کابل له حکومت سره کار پیچلی کړي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ددغو لیدو کتو په باب لیکلي دي،امیر خان متقي هیله ښودلې ده چې ناستې پاستې د افغانستان  له حکومت سره د تعامل لپاره ښې نتیجې ولرل شي.