طالبان: د اساسي قانون نشتوالی کومه ستونزه نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146646-طالبان_د_اساسي_قانون_نشتوالی_کومه_ستونزه_نه_ده
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي، په دغه هېواد کې د اساسي قانون نشتوالی کومه ستونزه نده، ځکه اسلامي شریعت یو جامع قانون دی.
(last modified 2024-02-24T02:55:50+00:00 )
Feb 24, 2024 07:24 Asia/Kabul
  • طالبان: د اساسي قانون نشتوالی کومه ستونزه نه ده

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي، په دغه هېواد کې د اساسي قانون نشتوالی کومه ستونزه نده، ځکه اسلامي شریعت یو جامع قانون دی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ذبیح الله مجاهد ویلي؛ فقه په حکومت او نظام کې د هر سړي ته دنده ټاکي، له همدې امله په هېواد کې اوسمهال د قانون تشه نه شته ځکه شریعت حاکم دی.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت سترې محکمې په غزني ولایت کې د دوو کسانو د قصاص خبر ورکړ.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لږترلږه دوه ځلې مخکې هم پر هغو کسانو چې په جنایي جرمونو مجرم پېژندل شوي قصاص تطبیق کړی دی.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د طالبانو له حکومته غوښتي جې د اعدام سزاګانې نور نو بندې کړي.

د بشري حقونو ډلې د طالبانو د حکومت پر عدلي او قضایي ادارو بې باوره دي او همداراز وايي چې تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو په ګډون له خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن نه دي.