Mar 13, 2024 05:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان دریمه برخه انجونې له زده کړې محرومه دي

د ملګروملتو  دزده کړې ،علمي او کلتوري ادارې (یونیسکو ) له زده کړو څخه د  افغانستان په څلورو کې ددرې برخې انجونو د محرومیّت خبر ورکړ.

زمونږخبریال رآپور راکړ، یونیسکو ادارې  پخپل یوه وروستي  راپور کې اعلان کړی دی چې  افغانستان  د هغو لسو هیوادونو په لیکه کې دی  چې  ترټولو زیاتې انجونې  ئې  له ښونځیو  محرومې او بې برخې دي  او  په افغانستان کې  پنځه  اویا فیصده انجونې  له دزه کړو محرومې پاتې دي.

  په افغانستان کې  د طالبانو  واک ته په رسیدا سره ، له شبږم صنفه پورته  زده کړې پر انجونو  منع شوي  دی چې  له هغه وخته  ددغو محدودیّتونو  میاشتې میاشتې تیریږي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده ،له کابو لسو ورځو  وروسته  په افغانستان  کې نوی تعلیمي کال پیل شي، له شپږم کلاسه پورته  دانجونو د زده کړې دبیرته پیلیدا موضوع هماغه راز د شکونو په شپول کې ده .  هیڅ روښانه لرلید هم نه لري، او انجونې هماغه شان  پوهنتونونو ته د  تلو اجازت  هم نه لری.

 داپه داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ښځو  او انجونو د وضعیت په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده .

آنتونیو ګوتریش چې  د ښځو د وضعیت په اړه ئې  ددغې موسیسې د  کمېشن ۶۸ غونډې ته وینا کوله؛ د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو لګولو شویو محدودیتونو او بندیزونو ته په اشارې ئې وویل، طالبانو له ۵۰ زیات داسې فرمانونه صادر کړي چې د نجونو او ښځو حقونه یې له‌مینځه وړي دي.

هغه زیاته کړه:"په ټوله نړۍ کې شخړې او بحرانونه د زیاتېدو په حال کې دي چې په نجونو او ښځو ویجاړونکی اغېز لري. په افغانستان کې طالبانو تر ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

Image Caption

 

ټیګونه