Mar 15, 2024 13:29 Asia/Kabul
  • هغه افغانان چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي؛ زموږ ملي پانګه ده

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د‌ کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې شهاب الدین دلاور، د د واړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او اړیکو د ښه والي، د دوو کلونو په موده کې د طالبانو په ځانګړې توګه د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو، د هرات د غوریانو وسپنې د څلورو بلاکونو، د بدخشان د راغستان، د کندز د سرو زرو کانونو او د هرات د نفتو ګازو بلاکونو ‏په اړه، چې اوس‌مهال د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارل شوي دي؛ خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفیر هم د افغان محصلینو په اړه چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د اکتشاف، د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې، ‏په ياد هېواد کې په زده کړو بوخت دي؛ خبرې کړي او د بېلابېلو برخو ترڅنګ یې، د کانونو په برخه کې د هر ډول همکاریو د چمتووالي خبره هم کړې ده.

په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي دي: “ټول هغه افغانان چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي؛ زموږ ملي سرمایه ده؛ ‏هېواد هغوی ته اړتیا لري او ډاډه یم چې د زده کړو له بشپړېدو وروسته به د هېواد اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره بېرته هېواد ته راستانه شي”.

ټیګونه