متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلفوني خبرې وکړې
Mar 17, 2024 02:34 Asia/Kabul
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا د کب په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې خبرو کې دواړو لورو کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر پر وروستي سفر، شویو توافقاتو او د مسایلو د تعقیب په اړه خبر وکړې.
دغه وزارت زیاته کړې دواړه لورو ډاډ ورکړی، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د شویو توافقاتو پر پلې کولو کار کوي او د کارونو د تعقیب په موخه به، د لوړې کچې اړیکو د ساتلو ترڅنګ، په راروانو څو ورځو کې د اړونده چارو د وزیرانو په کچه تعقیبي غونډه کېږي.
ټیګونه