چینایي سوداګر په بامیانو کې د چپس یوه فابریکه جوړوي
Mar 20, 2024 07:23 Asia/Kabul
یو چینایي سوداګر په بامیانو ولایت کې له مسؤلینو سره په لیدنه کې ویلي چې په دغه ولایت کې به د چپس، معدني اوبو او د اوبو د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.
د وانګ په نوم دغه چیني سوداګر ویلي؛ د تخنيکي ټيم له کتنې وروسته موږ اراده لرو چې د چپس جوړولو لپاره له ٥٠٠ هکتاره ځمکې څخه ګټه واخلو.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د یاد چینایي سوداګر د لیوالتیا ستاینه کړې او د فابریکو په جوړیدو سره یې ډاډ ښودلی چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.