طالبانو له کمال خان بند څخه د برېښنا تولید پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149266-طالبانو_له_کمال_خان_بند_څخه_د_برېښنا_تولید_پیل_کړ
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر له کمال خان بند څخه د برېښنا د تولید د پیلیدو اعلان وکړ.
(last modified 2024-06-09T21:25:02+00:00 )
Jun 10, 2024 01:51 Asia/Kabul
  • طالبانو له کمال خان بند څخه د برېښنا تولید پیل کړ

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر له کمال خان بند څخه د برېښنا د تولید د پیلیدو اعلان وکړ.

د فارس خبری اژانس په لیکنه د طالبانو د انرجۍ او اوبو وزیر«عبدالطیف منصور» په افغانستان کښې د کمال خان بند اهمیت ته په اشارې سره وویل: د کمال خان بند ټوربینونه چالو شوي او له دغه بند څخه د برېښنا تولید پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه: کمال خان بند په افغانستان کې د بند جوړولو یوه مهمه پروژه ده چې د نیمروز ولایت له زرنج ښار څخه په ۹۵ کیلومترۍ کې د هیرمند پر سیند پروت دی.

منصور په دوام کښې وويل: دا بند د افغانستان د پخواني جمهور رئيس محمد اشرف غني له خوا د ١٤٠٠ کال د اپريل په مياشت کې پرانستل شو، خو تر اوسه يې د بريښنا دستګاه کار نه و پيل کړى.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر وویل: د برښنا دغه دستګاه د ۹ میګاواټه بریښنا د تولید توان لري او هیله لرو چې افغانستان د بریښنا په تولید کې د کمال خان بند څخه ګټه پورته کړې شي.

افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او ازبکستان څخه واردوي او طالبان هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د برېښنا کمښت د اوبو په مدیریت کولو سره جبیره او پوره کړي.