سرپرست حکومت له روسیې سره د امنیتي همکاریو لپاره چمتو دی
Jun 12, 2024 10:51 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دوی له مسکو سره امنیتي همکارۍ ته چمتو دي.
ویل کېږي چې دا خبرې د سنټ پیټرزبورګ د اقتصادي غونډې په څنډه کې شوې، چې طالبانو ته هم پکې بلنه ورکړل شوې وه.
عمري ټینګار کړی چې د سرپرست حکومت یو له بهرنیو پروګرامونو څخه، له روسیې سره نږدېوالی او له دغه هېواد سره امنیتي تعامل دی.
هغه ویلي چې دوی د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د روسیې د پریکړې هرکلی کوي.
ټیګونه