سرپرست حکومت له روسیې سره د امنیتي همکاریو لپاره چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149346-سرپرست_حکومت_له_روسیې_سره_د_امنیتي_همکاریو_لپاره_چمتو_دی
د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دوی له مسکو سره امنیتي همکارۍ ته چمتو دي.
(last modified 2024-06-12T06:23:34+00:00 )
Jun 12, 2024 10:51 Asia/Kabul
  • سرپرست حکومت له روسیې سره د امنیتي همکاریو لپاره چمتو دی

د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دوی له مسکو سره امنیتي همکارۍ ته چمتو دي.

ویل کېږي چې دا خبرې د سنټ پیټرزبورګ د اقتصادي غونډې په څنډه کې شوې، چې طالبانو ته هم پکې بلنه ورکړل شوې وه.

عمري ټینګار کړی چې د سرپرست حکومت یو له بهرنیو پروګرامونو څخه، له روسیې سره نږدېوالی او له دغه هېواد سره امنیتي تعامل دی.

هغه ویلي چې دوی د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د روسیې د پریکړې هرکلی کوي.