په سویس کې د افغانستان صندوق ۳ سوه میلیونه ډالر ګټه کړې
Jun 19, 2024 10:38 Asia/Kabul
په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق د مدیره هیئت غړی شاه محمد محرابي وايي، دغه صندوق تر اوسه شاوخوا درې سوه میلیونه ډالره ګټه کړې.
هغه ټینګار وکړ چې په دغه صندوق کې ساتل شوې پانګه په بشپړه توګه خوندي ده او اصلي موخه یې د افغانستان د مالي او پولي ثبات ساتل دي.
بلخوا سرپرست حکومت دې پیسو ته لاس رسی نه لري او د افغانستان مرکزي بانک په وار وار دې مسلې ته غبرګون ښودلی دی.
د افغانستان وجهي صندوق په سویس کې ساتل کیږي تر څو په څوارلس سوه لومړي هجري کال کې د امریکا له خوا کنګل شوې درې نیم میلیارده ډالره شتمني وساتي.
د دې پیسو ګټه په دې فنډ کې ساتل کیږي؛ خو تر اوسه په دې اړه پلانونه نه دي وړاندې شوي چې دا پیسې به په کومو سکتورونو ولګول شي.
ټیګونه