د افغان حاجیانو لومړۍ ډله افغانستان ته ورسېده
Jun 23, 2024 06:02 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند له عربستان څخه افغانستان ته د افغان حاجیانو د لومړنۍ ډلې د راستنېدو خبر ورکړی او ویلي چې ۳۴۶ حاجیان پرون د کابل هوايي ډګرته رسېدلي دي.
سږکال په عربستان کې د حج په مراسمو کې ۳۰ زره افغان حاجیانو ګډون کړی وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزاعررت د یوې خبرپاڼې له مخې سږکال د کابل، مزارشریف، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو څخه په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره افغان حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د عربستان جدې ښار ته انتقال کړي وو.
ټیګونه