د افغان حاجیانو لومړۍ ډله افغانستان ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149638-د_افغان_حاجیانو_لومړۍ_ډله_افغانستان_ته_ورسېده
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند له عربستان څخه افغانستان ته د افغان حاجیانو د لومړنۍ ډلې د راستنېدو خبر ورکړی او ویلي چې ۳۴۶ حاجیان پرون د کابل هوايي ډګرته رسېدلي دي.
(last modified 2024-06-22T22:07:25+00:00 )
Jun 23, 2024 02:32 Asia/Kabul
  • د افغان حاجیانو لومړۍ ډله افغانستان ته ورسېده

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند له عربستان څخه افغانستان ته د افغان حاجیانو د لومړنۍ ډلې د راستنېدو خبر ورکړی او ویلي چې ۳۴۶ حاجیان پرون د کابل هوايي ډګرته رسېدلي دي.

سږکال په عربستان کې د حج په مراسمو کې ۳۰ زره افغان حاجیانو ګډون کړی وو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزاعررت د یوې خبرپاڼې له مخې سږکال د کابل، مزارشریف، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو څخه په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره افغان حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د عربستان جدې ښار ته انتقال کړي وو.