د غر ښویدنې پېښه کې ۷ تنه مړه شوي
Jun 24, 2024 10:42 Asia/Kabul
د افغانستان په پکتيا ولایت کې د غر ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي
د دغه ولایت، له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې د څمکنيو ولسوالۍ په جګ اورګوړ سيمه کې د غر ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د یاد ریاست خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی: دغه پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې او په مړو شويو کې دوه مېرمنې او پنځه ماشومان شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د څمکنيو ولسوالۍ په مندوخېلو کلي کې هم د سېلاب له امله يو ماشوم مړ شوى دى.
ټیګونه