ایران د افغانستان په وړاندې رغنده تګلاره لري
افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د دغه هیواد په هکله د تهران کړنلاره، رغنده وبلله.
د ایسنا د خبر له مخې په افغانستان کښې د ایران سفیر حسن کاظمی قمي د افغانستان په اړه د دوحې د دریمې غونډې په څنډه کښې وویل تهران د سیمه ایز او ګاونډی قدرت په توګه چې په افغانستان کښې یې د لسیزو کړکیچونو تر ټولو زیاتې اغیزې لیدلی له دغه هیواد سره رغنده چلند لری.
کاظمي قمي ویلي چې په دوحه کې یې د هالنډ، اماراتو، سعودي عربستان، ناروې، سویس، جرمني، ترکمنستان، اروپايي ټولنې او د افغان طالبانو د حکومت د پلاوي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د استازو په غوښتنه ګټورې خبرې کړې دي. د ګډو اندیښنو روښانه کول، له بحران څخه د وتلو د لارو چارو لټول او په افغانستان کې د پایداره ثبات او امنیت د رامنځ ته کولو لپاره د اقداماتو ارزول د دوحې د غونډو او مشورو له مهمو محورونو څخه وو.
د افغانستان په اړه د قطر په دوحه کې درېیمه غونډه د تیرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له یوه پلاوي سره په دغې غونډې کې ګډون کړی و.
د دوحې د غونډې په پای کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او له خصوصي سکتور سره د مرستې په موخه د دوو کاري ډلو پر جوړولو هوکړه وشوه.
له بلې خوا د افغانستان د طالبانو د حکومت وياند او د دوحې په درېيمه څلور اړخيزه غونډه کې د دغه هېواد د ګډون کوونکي پلاوي مشر ذبيح الله مجاهد د ايران، روسيې، چين او پاکستان په شمول د ګډون کوونکو هېوادونو د دريځونو ستاينه وکړه او ويې ويل: افغانستان له نشه ایزو موادو سره په مبارزې او د خلکو د معیشتي حالت سره د مرستې په لړ کښې د هیوادونو ملګرتیا او له حصوصي برخې سره همکارۍ ته ضرورت لري.