کرزی: د نجونو ښوونځي خلاص کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150560-کرزی_د_نجونو_ښوونځي_خلاص_کړئ
د افغانستان پخواني ولسمشر څرګنده کړه، د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره د نجونو او هلکانو زده کړه حیاتي او مهمې دي او یو ځل بیا یې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.
(last modified 2024-07-21T23:45:32+00:00 )
Jul 22, 2024 04:13 Asia/Kabul
  • کرزی: د نجونو ښوونځي خلاص کړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر څرګنده کړه، د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره د نجونو او هلکانو زده کړه حیاتي او مهمې دي او یو ځل بیا یې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کښې د سیمې د حالاتو او د دوحې د وروستۍ غونډې په اړه خبرې اترې وکړې.

کرزي په دې کتنه کې وویل چې د یوه سوکاله، پرمختللې او پر ځان بسیا افغانستان لپاره د نجونو او هلکانو زده کړه حیاتي ارزښت لري او باید د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

په دې کتنه کې پخواني ولسمشر په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین وباله.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په افغانستان کې دریمه ملي ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شوه.

طالبانو په وار وار ویلي چې د نجونو ستونزه د افغانستان داخلي مسئله ده او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.