د متقي او هنیه ټیلیفوني خبرې اترې
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د حماس جهادي غورځنگ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ټيليفوني خبرې وکړې.
له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل په خپله ايکس پاڼه ليکلي، په دې ټيليفوني اړيکه کې په غزه کې پر وروستيو سياسي او جهادي انکشافاتو او سيمهييزو مسايلو هراړخيزې خبرې اترې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير د حماس جهادي غورځنګ د مبارزې او سرښندنو ستاينه کړې او په جهادي مبارزه کې پر اتفاق او استقامت ټينگار کړی.
همداراز ښاغلي متقي په بیجینګ کي د فلسطيني ډلو ترمنځ د خبرواترو او اتفاق هرکلی کړی.
دغه راز مولوي امير خان متقي یوځل بیا د فلسطيني ملت د مقاومت او برحقه داعیې ملاتړ کړی.
په دغه ټيلفوني اړيکه کې ښاغلي هنیه د فلسطين او په ځانګړې توګه په غزه کې د وروستيو پېښو په اړه د سرپرست حکومت دريځ ستايلې او له اشغالګر رژیم سره د وروستیو مذاکراتو په اړه یې معلومات شریک کړي دي.