طالبان: د استخباراتو له ادارې مو پخواني کسان ایستې دي
-
د طالبانو د موقت حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق
د طالبانو د استخباراتو مشر له دغې ادارې څخه د ټولو پخوانيو دولتي کارکوونکو د ګوښه کولو اعلان وکړ.
د فارس خبري سایټ په لیکنه، د طالبانو د موقت حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق څرګنده کړه: د استخباراتو پخواني مامورین چې خلک یې ځورول، له دغې ادارې څخه ایستل شوي دي.
هغه زیاته کړه: موتږ د افغانستان د استخباراتو ریاست لپاره د خپلو معیارونو سره سم نوي کارکوونکي په کال اخیستي دي.
وثیق د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا د خلکو خپلسري توقیف او شکنجه بې اساسه وبلله.
هغه وويل: د طالبانو د استخباراتو د ادارې فعاليت د اسلامي (حنفي) شريعت له مخې اجرا کيږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د پولیسو او امنیتي ځواکونو د توقیف او شکنجه کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
طالب مشران د پخوانيو ځواکونو د نيول کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه دسيسې او درواغ بولي.