طالبانو په اروپا کښې د افغانستان پنځه سیاسي نمایندګۍ فعالوي
د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اروپايي هیوادنو کښې د افغانستان پنځه سفارتونه د فعالیت د پیلولو لپاره له طالبانو سره غږمله شوي دي.
ټاکل شوې چې په اسپانیا، بلغارستان او چیک جمهوریت کښې د افغانستان سفارتونه او د جرمني په میونیخ کښې یې کنسولګري د طالبانو په همغږۍ سره کار او فعالیت وکړي.
څو ورځې مخکښې طالبانو ویلي وو چې په اروپا کښې د ځینو کنسولي دفترونو اسناد په رسمیت نه پيژني.
په عین حال کښې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه پنځه دفترونه له اوسنۍ اعلامیې مستثنی دي.
د طالبانو د خارجه وزارت په خبرپاڼه کښې، په ځینو سیاسي نمایندګیو کښې د کنسولي خدماتو د اعتبار د نشتوالي په هکله وضاحت شو دی.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بیلجیم، سویټزرلینډ، آسټریا، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروی، کاناډا او آسټریلیا هیوادونو او او د جرمني په برلین او بن ښارونو کښې د سیاسي نمایندګیو له خوا د پاسپورټ د تمدید سټیکرونه، اعتبار نه لري.
د دې خبرتیا په یوه بله برخه کښې راغلي دي چې له ذکر شویو نمایندګیو صادرې شوې ټولې ویزې هم اعتبار نه لری.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همداشان زیاتوي: هغه ټول اسناد چې په یادو نمایندګیو کښې صادر شي خو په مرکز کښې ثبت نه شي، هم بې اعتباره دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي وايي چې له دغو کنسولي دفترونو سره یې په کراتو د تعامل هڅه کړې ده خو دغه نمایندګۍ په خپل سرې توګه فعالیت کوي او مهم کاري اصول، تر پښو لاندې کوي.
طالبانو د افغانستان دغه سیاسي نمایندګۍ له مشروعیته خالي وبللې او د هغو فعالیت «د شفافیت نه لرونکی« او «له مرکز سره له غږملتیا پرته» ګڼي.