هند شل افغان سیکانو ته تابعیت ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151326-هند_شل_افغان_سیکانو_ته_تابعیت_ورکړ
د هند حکومت اعلان کړی چې د افغانستان شل تنو سیکانو ته یې تابعیت ورکړی دی.
(last modified 2024-08-13T07:39:06+00:00 )
Aug 13, 2024 12:04 Asia/Kabul
  • هند شل افغان سیکانو ته تابعیت ورکړ

د هند حکومت اعلان کړی چې د افغانستان شل تنو سیکانو ته یې تابعیت ورکړی دی.

هندو ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې دغو افغان سکانو شاوخوا سل ورځې وړاندې د انلاین ویزې لپاره غوښتنليک ورکړی و.

د راپور له مخې دغو کسانو ته د هند د تابعیت د تعدیل شوي قانون له مخې تابعیت ورکړل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، د دغو غوښتنلیک ورکوونکو څخه ځینې یې په نولس سوه اوه نوي کې هند ته ستانه شوي وو چې د اوږدې مودې ویزې په درلودلو سره یې هند کې ژوند کاوه.

په دوه زره نولس کال کې، هند د تابعیت قانون تصویب کړ، چې له مخې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش هندوانو ته د تابعیت ورکول اسانه کړل.

د يادونې وړ ده، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان زياتره سيکانو د نا امنيو له وېرې هېواد پرېښود.