طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ درېیمه کالیزه ونمانځله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151366-طالبانو_په_افغانستان_کې_د_خپلې_واکمنۍ_درېیمه_کالیزه_ونمانځله
د سرپرست حکومت چارواکي په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مناسبت وايي چې سرپرست حکومت شریعت خپل اساسي مسوولیت او لومړیتوب ګڼي.
(last modified 2024-08-14T09:38:15+00:00 )
Aug 14, 2024 14:07 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ درېیمه کالیزه ونمانځله

د سرپرست حکومت چارواکي په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مناسبت وايي چې سرپرست حکومت شریعت خپل اساسي مسوولیت او لومړیتوب ګڼي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ورځې د لاسته راوړلو لپاره زموږ مجاهدینو او خلکو ډېرې سختۍ او کړاوونه ګاللي دي.

هغه زیاته کړې، شل کلن کفري اشغال او پر وړاندې یې زموږ د خلکو شهادتونه او قربانۍ زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره یوه لویه زده کړه ده چې باید هېره نه شي.

په همدې حال کې د سرپرست حکومت نور چارواکي وايي، چې دوی د داسې شرعي نظام جوړولو ته ژمن دي، چې د دوی په خبره د افغانانو په زحمت او د هغه په سیوري کې د الله تعالی دين حاکم او د شريعت د پلي کېدو لپاره شوی دی د خپل هیواد مادي او معنوي هوساینه، ده راځئ چې په کلکه یې ساتنه وکړو او په هر قیمت یې دفاع وکړو.

چارواکو زیاته کړې چې د جګړې اصلي موخه د الله ج په خاوره د الله سبحانه وتعالی د دین حاکمیت او د شریعت حاکمیت تر ټولو مهم وو

تر هر څه د مخه سرپرست حکومت د الله سبحانه وتعالی د دین او شریعت حاکمیت خپل اساسي مسوولیت او لومړیتوب ګڼي او په دې برخه کې له لوی خدای (ج) څخه نصرت او ملاتړ او د خپلو ولسونو تلپاتې مرسته او همکاري غواړي.