د افغانستان سختومحدوديتونو نجونې او ښځې ډېرې زياننمې کړي دي
طالبانو ډلې درې کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په دغه هیواد کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړې او وروسته یې د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.
زمونږخبریال د افغان خبری سرچینو له راپور راکړ،په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه دوی ډېرې زیانمنې کړي او بشري مرستو ته ئې نورې هم اړ ایستلي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لویې کمشنرۍ د اسیا پسفیک څانګې پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې افغان نجونې او ښځې نور لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
ددِې ادارې په اعلامیې کې راغلی دي،، په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن او د اندېښنې وړ دی.
طالبانو ډلې درې کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په دغه هیواد کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړې او وروسته یې د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت دغه راز په زیاتو حکومتي ادارو، کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګروملتو په بنسټونو کې د ښځو کار منع کړی او په وروستي مورد کې ئې د ښځو سینګارځایونه هم تړلي دي.